IQNA

په ترکیې کې د قرآني سیالیو فاینل ته د ایران دوو استازو  لار پیدا کړه

13:30 - February 26, 2026
د خبر لمبر: 3492516
ایکنا - یوسف جعفرزاده او محمد لائینی به د ایران د  اسلامي جمهوریت د استازو په توګه د ترکیې د قرآن نړیوالو سیالیو لسم پړاو  فاینل سیالیو کې ګډون وکړي.

د ایکنا د راپور له مخې، د دغو سیالیو مقدماتي پړاو په مجازي بڼه ترسره شو. یوسف جعفرزاده د تحقیق قرائت په برخه کې او محمد لائینی د ټول قرآن  د حفظ په برخه کې بریالي شول او فاینل پړاو ته یې لار وموندله.

یوسف جعفرزاده د هرمزګان ولایت او محمد لائینی د مازندران ولایت څخه دي، چې دواړه د اوقافو  ادارې  د قرآن د  ۴۸  عمومی سیالیو له لارې د ترکیې د قرآنی سیالیو لپاره د ایران د دوو فاینلسټانو په توګه معرفي شوي وو.

د ترکیې د قرآن نړیوالو سیالیو د لسم پړاو فاینل به د راتلونکي کال د ثور میاشتې له ۲  تر ۱۰ پورې ترسره شي. که څه هم د سیالیو د ترسره کېدو ښار (انقره یا استانبول) لا نه دی مشخص شوی، خو د پاي مراسم او د ګټونکو ستاینه به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4336741

captcha